IQNA

په فرانسه کې د اسلاموفوبیا کمیدا او د قرآن کریم د سپکاويو له پروژې سره د ډنمارک مخالفت(مقال)

11:18 - February 19, 2025
د خبر لمبر: 3490666
ایکنا - د اسټرالیا قضايي چارواکو د یوې ښځې د محاکمې اعلان وکړ چې په سیډني کې په عامه ځایونو کې د اسلام ضد شعارونو لیکلو کې ښکیله وه. برونین الیزابت نوویکي، چې ۵۳ کلنه ده، د هورنزبي ویټسفیلډ شاپینګ سنټر او د پاراماتا په کمبینک لوبغالي کې د مسلمانانو په ضدد کرکې او نژاد پرستۍ پیغامونو لیکلو تورنه  لګول شوی ده.

 

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله رپور راکوي، د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په هیواد کې د اسلاموفوبیا پیښو کې د کمښت اعلان وکړ

په فرانسه کې پر مسلمانانو د بریدونو کموالی، په آسټرالیا کې د یوې اسلاموفوبیا ښځې محاکمه، د ډنمارک چارواکو لخوا د قرآن کریم له بیا بیا سوځولو سره د موافقې ردول، او د یوه  مشهوراسلاموفوبیا کس د مړی  سوځول هغه سرلیکونه دي چې تاسو به یې د پارس ټوډې  پدې خبری پیکیج کې ولولئ:

د اسلاموفوبیا په تور یوه ښځه محاکمه کېږي

د اسټرالیا قضايي چارواکو د یوې ښځې د محاکمې اعلان وکړ چې په سیډني کې په عامه ځایونو کې د اسلام ضد شعارونو لیکلو کې ښکیله وه. برونین الیزابت نوویکي، چې ۵۳ کلنه ده، د هورنزبي ویټسفیلډ شاپینګ سنټر او د پاراماتا په کمبینک لوبغالي کې د مسلمانانو په ضدد کرکې او نژاد پرستۍ پیغامونو لیکلو تورنه  لګول شوی ده.

په فرانسه کې د اسلاموفوبیا کمښت

د فرانسې ورځپاڼې "لیبریشن" اعلان وکړ چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت لخوا د مسلمانانو په وړاندې ثبت شوي اسلاموفوبیا او نژاد پرستۍ کړنې، چې په ۲۰۲۳ کال کې زیاتې شوې وې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا دریمه برخه کمې شوې دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۱۷۳ د مسلمانانو ضد پیښې ثبت شوې، چې دا د ۲۰۲۳ کال د راپور شویو پیښو (۲۴۲ قضیو) کم دي او نږدې دریمه برخه (۲۹ سلنه) کمښت څرګندوي. له دې ټولو ، ۵۲ بریدونه په ملکیتونو او پاتې نور یې په اشخاصو وو.

د ډنمارک د قرآن سوځونکې غوښتنه رد شوه .

د ډنمارک د ښي اړخي ګوند سټرام کورس مشر راسموس پالودان وویل چې د قرآن کریم د یوې نسخې د سوځولو لپاره د هغه نوې غوښتنه د ډنمارک چارواکو لخوا رد شوه. د پالودان په وینا، دغو چارواکو هغه په ​​پلازمېنه کې د قرآن کریم له هر ډول سوځولو منع کړ.

په آسټرالیا کې پر مسلمانو ښځو د اسلاموفوبیا برید

د آسټرالیا په ملبورن ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې پر دوو مسلمانو ښځو، چې عمرونه یې ۲۶ او ۳۰ کاله وو، برید وشو، چې له امله یې هغوی روغتون ته یوړل شوې. د اسټرالیا پولیسو ویلي چې برید احتمالاً توکیمزه انګېزه لري او په اړه یې څېړنې روانې دي. له بلې خوا، د آسټرالیا د امامانو ملي شورا (ANIC) په دوو مسلمانو میرمنو باندې پورته ذکر شوي بریدونه وغندل، چې یوه یې امیندواره ده.

 په سویډن کې د سلوان مومکا د مړی سوځول

د ځینو رسنیو د خپاره شوي راپور له مخې، د سویډن چارواکو اعلان وکړ چې دوی د سلوان مومکا جسد، چې په هیواد کې د قرآن کریم د سپکاوي مرتکب وو ، وروسته له هغه وسوځاوه چې هیڅوک یې داخیستلو  لپاره ونه رسید. مومکا، چې ځان یې د اسلام ضد فعال بللې و، د جنوري په ۲۹مه د سویډن په هووسجو سیمه کې په ډزو ووژل شو.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i157438

captcha